پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عابد: ترهغه چې ناقانونه وسلې ټولې نه شي امنیت نه راځي
نیټه: Wed, 05 Dec 2018 12:29:24 +0000

 

شمال زون کې د ډاياک پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد وايي، څو چې ناقانونه وسله والو څخه وسله ټوله نشي؛ امنيت نشي ټينګېدای. 
نوموړي دغه څرګندونې د بلخ امنيه قومامندانۍ لخوا، ډاياک پروګرام ته د يو شمېر وسلو د سپارلو پر مهال وکړې. 
د ډاياک پروګرام مشر ,وايي چې ناقانونه وسله وال د افغانستان په نا امنۍ کې مهم رول لري او د مخنيوي لپاره يې بايد هڅې ګړندۍ شي. 
هغه زياته کړه، هر هغه څوک چې دوه ميله ناقانونه وسله او دوه باډيګاردان ولري؛ نو غير مسوول وسله وال ګروپ ګڼل کېږي. 
نوموړی که څه هم د ډاياک پروګرام لخوا د وسلو ټولولو لړۍ د قناعت وړ نه بولي؛ خو زياتوي چې دوی هڅه کوي، څو د ناقانونه وسلو په راټولولو سره د جرايمو کچه راشي. 
د هغه په خبره نامسول وسله وال هېڅ ډول قانون ته ژمن نه دي او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د ناقانونه وسله والو ګروپونو پر ضد جدي اقدامات وکړي. 
د هغه په وينا څو چې ناقانونه وسله ټوله نکړای شي؛ نو امنيت نشي ټينګېدای. 
په ورته وخت کې د بلخ امنيه قومندان هم وايي، چې د بلخ ټولو امنيتي منسوبينو ته يې د نا مسوله وسله والو د مخنيوي او بې وسلې کولو سپارښتنه کړې. 
د بلخ امنيه قومندان په خپلو خبرو کې وويل، چې ټولو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې؛ څو ناقانونه وسله وال ونيسي، دوسيې يې تکميل او څارنوالۍ ته يې معرفي کړي. 
د بلخ ځايي اوسیدونکي بیا په دې نظر دی، چې امنيتي ځواکونه بايد خپله ډېره پاملرنه د ناقانونه وسله والو نيولو او بې وسلې کولو ته واړوي. 
له دې وړاندې کورنيو چارو وزارت ويلي، چې روانه اونۍ به په هيواد کې د ناقانونه وسلو او خپلسرو وسله والو د نيولو لړۍ پيل کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته