پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې روان کال ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي
نیټه: Sat, 08 Dec 2018 13:08:20 +0000

 

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې دغه ولايت کې د شاتو مچيو د روزنې صنعت تر پخوا ډېر ښه شوی او د تېرکال له ليندۍ څخه تراوسه تر ۳۵۰ ټنو زيات شات ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې تولید شوي شات یوازې په هېواد دننه یو شمېر سترو ولایتونو لکه پکتیا، کندهار، بلخ، هرات او تر ډېره کابل ته لېږل شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول ولایت په کچه د شاتو د مچیو ۳۰۰ فارمونه شته چې تر راتلونکو کلونو به دا شمېر زیات شي او ګڼو ځوانانو ته به کاري زمینه برابره کړي.
دوی وايي، دغه ولايت کې سلګونه کسان د شاتو مچيو په روزلو او د شاتو په راټولو بوخت دي.
بلخوا د شاتو مچيو روزونکي وايي، د شاتو د پروسس فابريکې او روزونکي ډېر شوي؛ خو د شنو ساحو او باغونو نه موجوديت يې کارونو ته خنډونه جوړولی شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته