پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فدراسیون د رییس په ګډون د۶ کارکوونکودندې ځنډول شوي
نیټه: Sun, 09 Dec 2018 11:47:16 +0000


 
یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي تایید کړه چې لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د رییس په ګډون د دې ادارې د شپږو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
لس ورځې مخکې، ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین د فوټبال له ښځینه لوبغاړو پر جنسي ناوړه ګټه اخیستو تورن کړل او د دغو تورونو په دوام د فوټبال نړیوال فدراسیون په دې برخه کې د څېړنو خبر ورکړ.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس دا ډول راپورونه «د افغانستان د فوټبال د ملي ټېم له ښځینه لوبغاړو د ناوړه جنسي استفادې، بدرفتارۍ او تاوتریخوالي» راپورونه رد کړل او د هغه لامل یې د هغه پخوانیو لوبغاړو نه رضایت وباله چې د فوټبال په ښځینه ملي ټیم کې نه دي شامل.
دغه راز د هېواد لوی څارنوال د یادو راپورونو پر خپرېدو د اندېښنو او تشویشونو د رامنځته کېدو خبر ورکوي او ډاډ یې ورکړ چې د دوی څېړنې به هر اړخیزې، عادلانه او غوڅې وي.
د ولسمشر مشاور فاضل فضلي نن له غرمې مخکې په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د تورنو له ارزونې وروسته د هېواد لوی څارنوال د فوټبال د ملي فدراسیون د رییس کرام الدین کریم په ګډون د شپږو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
خو د هېواد لوی څارنوال تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته