پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې دایډزپه پیښو کې کموالی راغلی
نیټه: Sun, 09 Dec 2018 13:06:07 +0000

 

روغتیايي کارکوونکي په دې ناروغۍ  اخته ناروغانو ته ډيره پاملرنه او عامه پوهاوی د ایډزدکموالي لامل یادوي .
روغتیا پالان وايي نامشروع جنسي اړیکي ،دویني ورکړه او پدې ناروغۍ د اخته کسانو له وسایلو د نورو استفاده پدې ناروغۍ د اخته کيدو عمده لاملونه دي. 
د ننګرهار حوزوې روغتون د ساري ناروغيو د برخې مسؤلین وايي سږکال د تیرکال په پرتله پدې ولایت کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانوشمير له ۴۴ نه ۲۵تنو ته راکم شوی. 
روغتیا پالان په دې ناروغۍ د اخته مور له لوري ماشومانو ته د شیدو ورکړه ،په ایډز داخته کسانو له خوا روغو ته دویني ورکړه ،نا مشروع جنسي اړیکي او پدي ناروغۍ د اخته کسانو له وسایلو د روغو کسانو ګټه اخیستنه ددې ناروغۍ د اخته کيدو عمده لاملونه یادوي.
روغتیا پالان ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ناروغۍ په وقایعوي برخه ټينګار کوي او سپارښتنه يې داده چې شکمن کسان دې د خپېي ویني په معایني سره نورو ته ددې ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وکړي. 
د ننګرهار دعامي روغتیا روغتون دکارکوونکو دمعلوماتو له مخې تیر کال به ټول هیواد کي ۲۵۱۷ تنه چې په ایډز اخته وو د عامي روغتیا له وزارت سره ثبت شوي وو چې ۷۵ سلنه يې نارینه او پاتي ۲۵ سلنه يې ښځينه وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته