پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ لوبډلې له هندوستان لوبه وګټله
نیټه: Wed, 12 Dec 2018 12:27:49 +0000

 
د افغانستان معلوليت لرونکو کرکټ لوبډلې خپلې هندي سيالې لوبډلې ته په يوه شل اووريزه لوبه کې ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبدلې مدير ډاکتر ابراهيم مسعود ويلي چې د معلولينو ملي لوبـډله د کرکټ يو شمېر سياليو ترسره کولو په موخه هندوستان ته تللې ده.
هغه زياته کړه چې  پرون د افغانستان او هندوستان د معلوليت لرونکو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزه لوبه ترسره شوه.
نوموړي وويل چې افغانستان په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کۍ ٢٢٩ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې طفيل ٩١ او عبيد اکبري ٧٧ مندې جوړې کړې.
مسعود وايي چې د هندوستان ټوله لوبډله ١٥١ منډې جوړې کړې او افغانستان دا لوبه د ٨٠ منډو په ستر توپير وګټله.
د هغه په وينا، د ا فغانستان له لوري شېرين اغا د هندوستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته