پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې سږ کال ۹۴ زره مټريک ټنه ګوړه تولید شوي ده
نیټه: Mon, 24 Dec 2018 11:38:00 +0000

 

د ننګرهار څلورو ولسواليو کې سږکال له ۹۴ زره مټريک ټنه څخه زياته ګوړه توليد شوې، چې په دغه ولايت کې يې د پاکستانۍ ګوړې بازار خپل کړی دی. 
کروندګر وايي، تر پخوا يې د توليداتو بازار هم ښه شوی؛ خو د دولت نه پاملرنه يې لا هم د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي. 
په ننګرهار کې تر ډيره د کامې ولسوالۍ ګوړه مشهوره ده او هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د ګنو، ګاڼۍ او ګوړې ليدو او خوراک ته ورځي. 
کروندګر وايي، پخوا به ګني يوازې په ښارونو کې د ګنيو د شربت لپاره ترې پلورل کېدل، چې نرخونه يې ارزان و؛ خو په دې وروستيو کې يې خپله د ګوړې د توليد ګاڼۍ جوړې کړي، چې د ګنو د پلور په پرتله يې د ګوړۍ په پلور کې ګټه څو چنده زياته ده.
د کامې ولسوالۍ کروندګر وايي د ګوړې تولید د دوی د ګټې وټې د زياتوالي سربېره نورو خلکو ته هم د کار زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې سږکال د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ۹۴ زره مټريک ټنو څخه زياته ګوړه توليد شوې ده.
چارواکي وايي د ننګرهار د کامې، ښېوې، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو په ۱۶۵۰ هکټاره ځمکه کې سږکال د ګنيو حاصلات کرل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد عتيق الله عبيدياني وايي چې د دغه ولايت کروندګر له پخوا د ګنيو له کښت سره بلدتيا لري؛ خو اوس يوازې دې ته اړتيا موجود ده، چې حکومت د ښو ګنيو د توليد په برخه کې هغوی سره کار وکړي.
 د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار کرنيزو حاصلاتو ښه نوم خپل کړی او د ګنيو سربيره د مالټو زيات توليد هم دغه ولايت ته يو ښه نوم په برخه کړی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته