پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د هیلې او تخم مو سیسي له لورې د کرکټ سیالۍ ترسره شوي
نیټه: Tue, 25 Dec 2018 12:59:45 +0000

 

په دې سیالیو کې د ننګرهار دریو ولسوالیو دره نور، ښیوې او کامې ولسوالیو لوبډلو برخه اخیستی وه .

 لومړې لوبه  دره او ښیوي لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې دره نور لوبډلي  په ۸ اورنو کې د ۷۲ منډو هدف وټاکه
ښیوې  لوبډلې ونه شو کړای چې یاد هدف پوره او ټوله لوبډله یې په  ۳۲ منډو وسوځیده 
په پای لوبه کې کامه او درور  لوبډلی سره مخامخ شوه چې دره نور لوبډلي  کامې لوبډلي  ته په ماتې ورکولو سره د یاد ټورمنینټ ګټوونکی لوبډله اعلان شوه
د ټورنمنټ په لار اچوونکی او د هیلی او تخم موسیسی مشر وایي ددې سیالیو څخه موخه ځوانان د نشه یي ټوکو څخه راګرځول او د ځونانو تر منځ یووالی راوستل دي
بل خوا لوبغاړي خوښ دي چې د کرکټ سیالي ترسره کړه او د نورو ورته سیالیو ترسره کیدو غوښتنه یې وکړه کلیپ لوبغاړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسوالیو په کچه د کرکیټ سیالي ترسره کیږي له دې وړاندې هم د بېلابېلو لوبو سیالي د ولسوالیو په کچه ترسره شوي دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته