پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کرکټ نړيوال جام افغانستان ته راوړل شو
نیټه: Wed, 26 Dec 2018 11:01:23 +0000

 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې افغان لوبغاړي ملي اتلان وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت خپل امکانات له دې اتلانو درېغ نه کړي.

 کرکټ د نړيوال جام سياليو کپ افغانستان ته راوړل شو او د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په ډولونو بدرګه شو.
د سهار شاوخوا اته بجې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته د افغانستان کرکټ  بورډ د مسوولينو له خوا له متحده عربي اماراتو راوړل شو.
 هوايي ډګر کې یې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار، د کرکټ بورډ د عمومي رييس حاجي عزيزالله فضلي، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس شفيق الله ستانکزي، د کرکټ د ملي لوبغاړلو د کرکټ بورډ د نورو مسوولينو، دولتي چارواکو او لسګونو مينه والو له خوا يې هرکلى وشو.
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړيوالو سياليو جام يا ټرافي ټولو هغو هېوادونو ته لېږل کېږي چې دې سياليو ته يې لاره موندلې.
افغانستان هم د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې په انګلستان کې به د ۲۰۱۹ کال په نړيوالو سياليو کې برخه اخلي.
ټاکل شوې د کرکټ نړيوال جام له کابل وروسته باميان، بيا هرات او وروسته کندهار ته ولېږل شي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته