پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننگرهارکې دنشه يي توکو په کرکيله کې کموالی راغلی
نیټه: Wed, 26 Dec 2018 12:24:11 +0000

 

 دنشه يي توکو پرضد دمبارزي رياست چارواکي وايي د تیرو کلونو په پرتله سږکال ننگرهارکې د نشه یي توکو په کرکیله کې نهه سلنه کموالي راغلی.

 په غونډه کې دگډونوالو نيوکه داوه چې د نشه يي توکو پرضد دمبارزي ریاست فعاليتونه یواځي نمایشي بڼه لری او دنشه يي توکو داستعمال کرکیلې او قاچاق دمخنیوي په برخه کې يي اغیز نه ترسترگو کيږي. 
 خو دنشه يي توکو پرضد دمبارزي رييس بیا په خپلو لاسته راوړنو ټینگار کوي او دگډونوالو له لورې شوي نيوکي د دوی په لاسته راوړنو دسترگو دپټیدو او د خپلي اداري پر وړاندې سپکاوی بولي.
 دا د تیروڅومیاشتو په اوږدو کې پرلپسې څوېمه غونډه ده  چې د نشه يي توکو پر وړاندې  د مبارزي ریاست له لوري په دې ولایت کې ترسره کيږي له دې وړاندې په ورته غونډه کې د ولايتي اداري چارواکو گواښ کړی و چې په هغه ولسواليو کې چې نشه يي توکي وکرل شي سیمه ایز ملکي او نظامي چارواکي به يې له دندو گوښه شي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته