پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات دزعفرانوکرونګرو،حکومت په بې پامې تورن کړ
نیټه: Thu, 27 Dec 2018 13:15:08 +0000

 

په هرات ولایت کې یو شمیر د زعفرانو کرونګرادعا کوي چې حکومت د نه پاملرنې له امله د زعفرانو نرخونه راښکته شوي دي.

دوی ګواښ کوي او وايي که چیرې حکومت یې غوښتنه پاملرنه ونه کړي دوی به یو ځل بیا په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.
خو د کرنې ریاست چارواکو ویلي چې د ایراني پیسو راټیټوالی په هرات کې د زعفرانو په بیو تاثیر اچوالی 
د کاونډيو هېوادونو څخه د زعفرانو قاچاق او بیا د افغاني زعفرانو په نوم پلورل ددې سبب شوی چې افغاني زعفران خپل نرخونه راټیټ کړي.
د هرات  د زعفرانو ګروندګر او سوداګر وايي زعفرانو ته د حکومت نه پاملرنه د بزګرانو اندیښنې زیاتې کړي او حکومت تراوسه په دې برخه کې اقدام نه دی کړی .
دا بزګران ګواښ کوي  او وايي که حکومت یې غوښتنه ته پاملرنه ونه کړي نو په خپلو ځمکو کې به کوکنار وکري. 
اوسمهال د هرات په بازار کې د یو کیلو زعفران نرخ ۳۵ زره افغانی دی .
په همدې حال کې د زعفرانو د اتحادي مسؤلین وايي  شرکتونه نه شي کولای چې افغاني زعفران نورو هېوادونه صادر کړی او دا ددې لامل شوی چې د زعفرانو نرخونه راښکته شوي دي . 
د هرات د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په هرات ولایت کې زعفرانو په تولیداتو کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی .
د کرنې ریاست مسؤلین هم په دې ولایت کې د زعفرانو د نرخو په راښکته کېدو اندیښمن دي خو ټینګارکوي چې نرخونه به یې لوړ کړي. 
اوسمهال د هرات زعفران متحده عربي اماراتو او هندوستان ته صادریږي .
هرات په تیرو څو کلونو کې د زعفرانو د پلازمینې لقب خپل کړی خو په دې ورځو کې سره زر یانې زعفران د هرات په بازار کې د بې کیفته زعفرانو د وارداتو له امله خپل پخوانی نرخ له لاسه وکړی. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته