پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ګاوندي هېوادونه غواړي دمرمروصادرات کمزور کړی
نیټه: Sun, 30 Dec 2018 12:31:52 +0000

 

په هرات ولایت کې د مرمرو استخراج کوونکي وايي چې  په دې ولایت کې ځینې وسله وال ترې پیسې اخلي.

د مرمرو ډبورو د اتحادیې مسؤلین وايي  د دوی ستونزو ته د حکومت د نه پاملرنې له امله غواړی له دې کاره لاس په سر شي

د ولایتي شورا غړی هم وايي چې ګاونډۍ هېوادونه غواړي چې په دې ولایت کې د مرمرو صادرات کمزوری کړی

په هرات ولایت کې اوسمهال د مرمر ډبرو د استخراج ۱۷ شرکتونه فعالیت لري.

د امکاناتو کموالی، چشت ولسوالۍ  د سړک خرابوالی، د بریښنا نه شتون او د امنیت په برخه کې پولیسو کمبود هغه ستونزې دي چې د مرمرو د ډبور استخراج کوونکي ورسره مخ دي.

د مرمر د ډبرو استخراج کوونکي اتحادي مسؤلین وايي د چشت ولسوالۍ څخه یو موټر ښار ته انتقال پرمهال باید ۳۰ زره افغانۍ ورکړي .

اوسمهال په هرات ولایت کې ډیری د مرمرو ډبرو  شرکتونه تړل شول دي.

د هرات د صنایع خونې مسؤلین وايي   په کومه اندازه چې سوداګر حکومت ته ګمرکي پیسې ورکوي وسله وال طالبان ترې هم په همدې اندازه پیسې

د ولایتي شورا غړي وايي ګاونډۍ هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې د مرمر کاروبار ضربه ورسوي تر څو افغانستان ونه شی کولای چې نورو هېوادونو ته د مرمرو ډبري صادر کړي

دوی پر حکومت هم تور پورې کوي چې د استخراج کوونکو په امنیت کې پاتې راغلی.

د هرات سیمه ایزه اداره هم مني چې ددې ولایت په چشت ولسوالۍ کې نا امني شتون لري خو وايي هڅه کوي چې امنیتي وضعیت کې ښه والی راولي.

لویه اندیښنه دا ګڼل کیږي چې په چشت ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د ځايي اوسیدونکو او د مرمرو استخراج کوونکي څخه خپل باج اخلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته