پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تورخم کې شته ستونزو افغان سوداګر اندېښمن کړي
نیټه: Mon, 31 Dec 2018 10:00:44 +0000

 

د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په تورخم کې شته ستونزو افغان سوداګر اندېښمن کړي دي.

 د دغه خونې عامل رئیس شمس الحق مجاهد وايي، درې میاشتې کېږي چې په تورخم کې له ۲۰۰۰ زیات کانټینرونه ولاړ دي چې په‌دې کې یې ۵۰۰ د سکرو د ډبرو دي. 
نوموړی وايي، دا چاره په کراچۍ کې د کانټینرونو د بیو د لوړوالي لامل ګرځېدلی او په ورځني ډول افغان سوداګرو ته په لسګونه زره افغانۍ تاوان رسېږي. 
دی له حکومت غواړي چې یاده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي. 
د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي ستونزه پخوانی ده، نو ځکه افغان سوداګر ورته اندېښمن دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته