پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننگرهار کې دپنځوس بستریز روغنتون دبنسټ ډبره کیښودل شوه
نیټه: Wed, 02 Jan 2019 12:45:51 +0000

 

دعامي روغتیا وزارت چارواکي وايي دا روغتون به د دوه کالو په موده کي گټي اخیستني ته وسپارل شي چې دکوټ ولسوالي ټولې روغتیايي ستونزي حلولی شي.

 ځايي اوسیدونکي بیا ددې روغتون جوړیدل په خپله سیمه کې بی ساري بولي.

 د عامې روغتيا وزارت معينه ننگرهارته راغلي او ددې ولایت په جگړه ځپلي ولسوالۍ کوټ کې يې د پنځوس بستریز روغتون دبنسټ ډبره کیښوده .

دعامي روغتیا وزارت چارواکي  او ددې ولایت ولایتي مقامات وايي دا پنځوس بستریز روغتون چې د شپږ پنځوس میلونه افغانیوپه ارزښت جوړیږی د دوه کالو په موده کې به یې چارې بشپړي شي.

 د ښارجوړوني ریاست مسؤلین وایي په دې نوي جوړیدونکي ودانۍ کې د روغتیایی اسانتیاو ترڅنگ د اوبه،  شني ساحي او نورې اړتیاوي هم په پام کي نيول شي او د عامي روغتيا ریاست چارواکي بیا وایي چې د روغتون په جوړیدو سره به دکوټ ولسوالۍ داوسیدونکو ټولي روغتیایي ستونزې حل شي چې د کوټ ترڅنگ به داچین ولسوالۍ اوسیدونکي هم له یاد روغتونه گټه اخلي.

 بل خوا ځایي اوسیدونکي د پنځوس بستریز روغتون په جوړېدوخوښ دي او دروغتیا په برخه کې دا پروژه په خپله سیمه کې بې ساري بولي.

 دا په داسي حال کې ده چې لا هم ننگرهارکې خلک روغتیایې اسانتیاو ته دنه لاس رسي له امله له کڼوستونزو سره مخ دي او د درملني لپاره گاونډيوهیوادونو پاکستان ،هندوستان اویا هم  نورو بهرنيو هیوادونو ته ځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته