پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ترکيه کې دافغان سولې په اړه درې اړخیزه غونډه جوړیږي
نیټه: Sat, 05 Jan 2019 10:04:06 +0000

 

ترکيې اعلان کړى چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان سولې په اړه د درې اړخيزې غونډې کوربه وي.
دغه اعلان د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د ليدنې پر مهال کړى دى.
هغه زياته کړې چې د افغانستان، پاکستان او ترکيې ترمنځ پر افغان سولې دا درې اړخيزه غونډه د روان زېږديز کال په مارچ مياشت کې ترسره شي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې په دې درې اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې باوري کمه شي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي چې دا غونډه به د افغانستان له سولې سره چې ورته ډېره سخته اړتيا ده، مرسته وکړي.
د يادونې ده، ترکيې پخوا هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د غونډو کوربه توب کړى دى.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته