پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سپین بولدک کې وسله والو سره په نښته کې ۷ سرحدي ځواکونه وژل شوي
نیټه: Sat, 05 Jan 2019 10:12:19 +0000

 

د رسنیو د راپورونو له مخې د سپین بولدک ولسوالۍ په ناوه نومي سیمه کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پوله ساتو ځواکونو او وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

 په دې نښته کې اووه افغان پوله ساتي سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
 تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان وسله وال طالبان دي که  پاکستانیو ملیشو پر افغان پوځیانو برید کړی وي. 
د کندهار امنیتي چارواکي بیا وایي چې برید طالبانو کړی دی او په پېښه کې یې ۱۶ طالبان وژلي او ۱۶ نور ټپیان دي. 
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 
د کندهار ولایت په هغو سیمو کې چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي وخت ناوخت پر افغان ځواکونو دغه ډول بریدونه کېږي. 
تر ډېره دغه بریدونه د پاکستاني حکومت وسله والې ملېشې کوي چې د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته