پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې معترضو نوماندانو ویلي سلګونه رایې ورکې شوي
نیټه: Sat, 05 Jan 2019 11:40:03 +0000

 

 پر داسې مهال چې ننګرهار کې د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې د رایو بیا ځلې شمېرنه روانه ده، شنبه دوو معترضو نوماندانو په یوه خبري کانفرانس کې د ټاکنو کمیسیون تورن کړ چې بېبلابیلو سیمو کې یې د دوي تر څلور زره پورته رایې ورک کړې دي.
معترضین وایي، د درغیلو اسناد په لاس لري او غوښتنه یې دا وه چې یواځې بیومتریک شوې رایې دې حساب کړل شي.
معترض نوماند جهاني، د ټاکنو مرکزي کمیسیون په فساد کې ښکېل وباله هغه وویل، د موټرو او پیسو غوښتنه ترې شوې خو له ولس یې پوره نه وه.
د معترضینو ګواښ دا و،  که حق يې ورنکړل شي ځانته اور اچوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، هغه نوماندانو چې د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته یې ټاکلې موده کې شکایتونه ثبت کړي څېړې یې او ښايي لومړني نوملړ کې د پام وړ بدلون راشي.
ټاکنو کمیسیون مشر په یوه خبري کانفرانس کې د فساد او درغلیو په اړه غوښتنه کړې وه که معترضین یې په اړه کره شواهد او اسناد ولري اړوند ادارو ته دې د څېړنو لپاره واستوي.
له کابل پرته د نورو ټولو ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې اعلان شوي؛ خو له جنجال خالي ندي.
تر دې وړاندې هم ډيری نوماندانو ټاکنو د درغلیو ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته