پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دننګرهارپه دوو ولسوالیوکې پاڅونوال ځای پرځای کیږي
نیټه: Sat, 05 Jan 2019 11:55:09 +0000

 

افغان ځواکونه وايي چې د ننګرهار په دو ولسوالیو کې د پیل شویو عملیاتو وروسته په سیمه کې پاڅونوال ځای پر ځای کیږي.
دوی وايي د غني خېلو په ولسوالۍ کې ځینې سیمې پاڅونوالو ته سپارل شوي او مومندرې ولسوالۍ کې اوسمهال عملیات روان دي.
افغان ځواکونه وايي چې په مومندرې ولسوالۍ کې یې ګڼ شمیر سیمې له وسله والو نیولي خو د مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت غني خېلو او مومندرې ولسواليو کې د ګډو افغان ځواکونو له لورې پيل شويو عملياتو کې نيول شوې ساحې ولسي پاڅونوالو ته سپارل کېږي. 
دوی وايي، غني خېلو کې عملاً پاڅونوالو ته د سيمو سپارلو چارې پيل شوي او مومندرې کې به هم تر پرمختګ وروسته سيمې پاڅوال ساتي. 
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسول جګړن محمد هارون يوسفزي د قهر سيلاب نمبر ۲۰ په نوم دغه عمليات له وسله والو څخه د غني خېلو او مومندرې ولسواليو پاکولو او تورخم ـ جلال اباد لويې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه ترسره شول
بلخوا په ختيځ کې د دغې قول اردو اړوند د لومړۍ سرحدي ليوا وياند ادريس مومند وايي  چې مومندرې ولسوالۍ کې عمليات د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شول. 
دی زياتوي، عمليات کوونکي د دغې ولسوالۍ د باسول سيمې ته رسېدلي او د سيند تر غاړه کليو کې عمليات روان دي
د مومند په وينا عمليات کوونکو سره د ولسي پاڅونوالو ملاتړ هم موجود دی او تر عملياتو وروسته به سيمې هم ځايي خلکو ته سپارل کېږي.
 پاڅونوال او ځايي خلک وايي، خوښ دي، چې له کلونو وروسته يې سيمې افغان ځواکونو ونيولې او له وسله والو يې پاکې کړې؛ خو غوښتنه کوي، چې د پاڅونوالو د تجهيز په برخه کې بايد حکومت مرسته وکړي. 
چارواکي وايي، د ننګرهار ټولو هغو ولسواليو کې ورته عمليات ترسره کوی، چې د وسله والو تر کنټرول لاندې وي او تر عملياتو وروسته سيمې ولسي پاڅونوالو ته سپارل کېږي. 
وسله والو طالبانو تر دې دمه د افغان ځواکونو لخوا دپیل شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته