پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ملي امنیت په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی
نیټه: Sat, 05 Jan 2019 12:46:09 +0000


 
هلمند کې ملي امنيت د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي چې په پايله کې یې ١٢ ملکي وګړي را خوشي کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان ملا جبار پر زندان عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په نتیجه  کې ١٢ ملکي وګړي له دغه زندانه را خوشي کړاى شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، د عملياتو په ترڅ کې يو بوشکه يي ماين، تبليغاتي پاڼې، لس متره زنځير او ٢٠ متره د مخابرې مزى هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د ملي امنيت ځواکونو د هلمند په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د زندانونو د ماتولو خبر ورکړى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته