پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دپښون ژغورنې غورځنګ پلویانو لارریون ترسره کړ
نیټه: Sun, 06 Jan 2019 11:01:39 +0000

 

د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونو پلویانو د جرمنې په کولن ښار کې ددې غورځنګ په ملاتړ سوله ایز لاریون ترسره کړه.
لاریونوالو د پاکستان حکومت تورن کړ، چې د پښتنو د ځورونې، لادرکیو او قتلونو په وړاندې غلی پاتې شوی دی.
د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي علي وزیر ویلي  چې په کولن ښار کې د سوله یيزو لاریونوالو شمېر تر زرو زیات و.
د پښتنو د تحفظ غورځنګ سلګونو پلویانو د جرمني په کولن ښار کې سوله ییزه مظاهره وکړه.
هغوی په پاکستان کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ د مشر منظور پښتین ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د اسلام اباد حکومت باید د دې سوله ییز حرکت غوښتنو ته پام وکړي او خبرې یې واروي.
د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي محسن داوړ ویلي  چې هېڅ کله یې دومره پښتانه په داسې له اتحاده ډکه فضا کې نه وو لیدلي.
په کولن ښار کې د افغانستان او پاکستان د پښتنو د ټولنې غړو ګډون کړی و.
سره له دې چې په دې ښار کې شنبه تر ډېره وخته باران ورېد، زیات ماشومان هم لیدل کېدل چې د پښتنو ملي جامې یې اغوستې وې او د پښتنو د تحفظ غورځنګ په پلوۍ یې شعارونه پورته کړي وو.
په مظاهره کې یو شمېر کسانو ویناوې هم وکړې او د پاکستان حکومت یې تورن کړی چې په هغه هېواد کې د پښتنو د ځورونې، لادرکیو او قتلونو په وړاندې غلی پاتې شوی دی.
د جرمني په کولن ښار کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ په ملاتړ په مظاهره کې یو شمېر ښځې لیدل کېدې چې د افغانستان د بیرغ په رنګ پوړني او ډېرو نورو کسانو د منظور پښتین په شان سرې خولۍ پر سر کړې وې.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د جنورۍ په دوهمه نېټه وویل چې د پښتنو د تحفظ غورځنګ یو سوله ییز حرکت دی او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
غفور د دې مدني حرکت مشرانو او پلویانو ته وړاندیز وکړ چې د پښتنو په سیمو کې د ابادۍ او بیارغونې لپاره حکومت ته لاس ورکړي.
خو د پښتنو د تحفظ غورځنګ یوه مشر محسن داوړ رسنیو ته ویلي چې حکومت باید د دوی د ځانګړو غوښتنو په ځواب کې عملي ګامونه پورته کړي.
د پښتنو د تحفظ غورځنګ تېرکال په فبرورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پرلت وکړ او له هغه ځایه یې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د زرګونو پښتنو د قتل او لادرکۍ عاملان ونیسي او محاکمه یې کړي.
د دې حرکت یوه غوښتنه دا وه چې په پاکستان کې له ترورېزم سره د مبارزې په نوم د پښتنو ځورونه بنده شي او په قبایلي سیمو کې باید ماینونه پاک شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته