پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بدخشان کې ۳۰ تنه د طلا کان ښویېدو پېښه کې وژل شوي
نیټه: Sun, 06 Jan 2019 11:44:07 +0000


 
د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طلا د یو کان ښویېدو له امله ۳۰ تنه عام خلک مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
نن سهار ۷ بجې د کوهستان ولسوالۍ د سیند په غاړه کې د طلا هغه کان ښویېدلی چې هره ورځ په کې په زرګونو خلک د طلا موندلو په خاطر کار کوي.
د بدخشان د کوهستان ولسوال محمد رستم راغي وویل چې د طلا د دغه کان د ښویېدو له امله ۳۰ تنه تر شګو او جغل لاندې شوي دي چې جسدونه یې خلکو راویستلي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې خلک د سکواټور په ذریعه د سیند د غاړو جغل تر شلو یا ۳۰ مترو پورې ښکته ژوروي او په دغه ژور ځای کې د شګو د مینځلو په ذریعه د طلا ټوټې پیدا کوي.
محمد رستم راغي دا هم وویل چې د بدخشان دغه خلک په دغه سیند کې په غیر قانوني ډول کیندنې کوي او طلا په لاس راوړي، چې هره ورځ یو زرشوی ته له ۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې عاید په لاس ورځي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته