پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان پلاوى دسولې خبرو په تړاو پاکستان ته ځي
نیټه: Sun, 06 Jan 2019 11:51:05 +0000


 
د سولې شورا وايي، افغان پلاوى د سولې په تړاو د پاکستان د همکارۍ راجلبولو په موخه اسلام اباد ته ځي او افغان حکومت بايد خبرو ته د طالبانو د چمتو کېدو له ضمانت پرته د جدې په ناسته کې ګډون ونه کړي.
د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په سيمه ييزه کچه د سولې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی به راتلونکې سې شنبه په يو څلور ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ولاړ شي.
د ده په وينا، داوودزی به په دغه سفر کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير، د دغه هېواد له لوی درستيز او د پاکستان له مطرحو سياسي او مذهبي مشرانو سره د ليدنو پر مهال په افغانستان کې د سولې د ملاتړ په موخه خبرې وکړي.
هغه زياتوي، د داوودزي د سفرونو پيل له پاکستانه کېږي او له هغه وروسته به نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.            
همداراز طاهري وويل چې د سولې په تړاو به ټولې پرېکړې د افغانستان د خلکو په مشوره کېږي او په دې برخه کې هېڅ کار په پټه نه ترسره کېږي.
د سولې عالي شورا وياند د افغانستان له حکومته وغوښتل او سپارښتنه يې ورته وکړه چې د جدې په راتلونکې ناسته کې به تر هغه ګډون ونه کړي چې د دغې ناستې له ګډونوالو يې د افغان حکومت له پلاوي سره د طالبانو د خبرو په اړه ضمانت نه وي ترلاسه کړى.
ټاکل شوې چې بله ورته ناسته  د سعودي عربستان د جدې په ښار کې ترسره شي.
ځينو رسنيو ويلي چې دغه ناسته د جنورۍ په څلورمه ترسره کېږي، خو د سولې عالي شورا وياند وويل چې تر دې دمه د دې ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
طاهري وايي، د سولې عالي شورا د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ د يو منځګړي بنسټ رول لوبوي او د سولې د خبرو لپاره لارې چارې برابروي.
هغه د سولې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د کړنو په اړه وويل چې خليلزاد يواځې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو ته لارې او اسانتياوې برابروي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته