پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې عملیات روان دي
نیټه: Sun, 06 Jan 2019 12:34:25 +0000

 

دملي اردو څلومي پلي لیوا قومندان برید جنرال کریم نیازی وايي په دې عملیاتو کې يې د هیرینو هغه فابریکه لمنځه وړي چې وسله والو به پکي د وسلي په زورد سیمې اوسیدونکي په کارکولو مجبور کړي وو او له دې فابریکي يې د ماشین الاتو ترڅنګ ۹۰ بورۍ تاریاک هم ترلاسه کړي.  
د غني خیلو ولسوالي قومي مشران  او پاڅونوال وايي وسله والو له همدې کارخاني د مالي سرچیني په توګه کاراخیسته چې په وینا يې د سیمي اوسیدونکي يې هم پکې د وسلي په زور په کارکولو مجبوره کړي وو.
د څلورمې پلي لیوا قومندان وايي په دې عملیاتو کې يې د غني خیلو ولسوالۍ اړوند  ۲۶ مه۲۷مه ۲۸مه او ۲۹ ویاله دوسله والو له شتونه پاکه کړي. 
دی وايي له عملیاتو يې موخه په سیمه کې د وسله والو طالبانو ځپل او دځايي پاڅونوالو ځای په ځای کول دي .
له دې سره هم مهاله په مهمندري ولسوالۍ کې هم دګډو افغان ځواکونو له خوا عملیات دوام لري 
خو پدې عملیاتو کې وسله والو مخالفینواو افغان ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلي په تړاو څه نه دي ویل شوي .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته