پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغان سولې په اړه پاکستان او امارات پرګډې همکارۍ هوګړه کړې
نیټه:

 

پاکستان او متحده عربي امارات د افغان سولې په اړه پر ګډې همکارۍ او هڅو موافقه کړې ده.
د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو لومړى وزير او وليعهد شيخ محمد بن زايد النهيان دغه هېواد ته په يوه ورځني سفر تللى و.
په دغه سفر کې د اماراتو د وسله والو ځواکونو مرستيال قوماندان او يو شمېر نورو پوځي او ملکي چارواکو هم ملتيا کوله.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره تر ځانګړې ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ ليدنې وشوې.
عمران خان وويل چې د دوى په ناستو او خبرو کې د افغانستان د ملي پخلاينې او سولې د پروسې په اړه  هم  بحث وشو.
هغه له اماراتو مننه وکړه چې تېره مياشت يې د پاکستان په همکارۍ د افغان سولې په تړاو د جوړې شوې غونډې کوربه توب وکړ.
د يادونې ده، د اماراتو د تېرې مياشتې په ناسته کې د امريکا او طالبانو نېغ په نېغه خبرې وشوې چې بيا په کې پاکستان، امارات او سعودي هم ورګډ شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته