پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پکتیکا کې دسړک غاړې ماین چاودنې پنځه تنه وژلي
نیټه: Mon, 07 Jan 2019 11:42:05 +0000

 

د پکتیکا ولایت په جانخیلو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 یاد ولایت د امنیه قومدانۍ ویاند شاه محمود ارین د دې پېښې د پخلي تر څنګ رسنیو ته وویل چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. 
هغه وویل، پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو پلانکوچ موټر چې له جانخیلو ولسوالۍ نه پکتیکا ولایت مرکز ته پر لاره وو، د یادې ولسوالۍ په اړوندو کې پر سړک غاړې ماین وربرابر شو.
 د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي خو امنیتي چارواکي تل په داسې پیښو کې وسله والو طالبان پړه بولي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته