پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بادغیس کې ۲۶ افغان ځواکونو او طالبانوته مرګ ژوبله اوښتني
نیټه: Mon, 07 Jan 2019 11:54:43 +0000

 

بادغیس د ولایتي شورا غړي‌ وايي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په حملو کې افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د بادغيس په قادس او ابکمري ولسواليو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو د نښتو پر مهال لږ تر لږه ١٥ دولتي سرتېرو او ١١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس د والي وياند جمېشد شهابي وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ابکمري ولسوالۍ سيمې اړوند د ولسي پاڅون کوونکو پر دوو پوستو بريد وکړ.
دى وايي چې په دغه بريد کې له ولسي پاڅون کوونکو  اووه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز هغه زياتوي چې په ياد بريد کې شپږ  وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د بادغيس والي عبدالغفور ملکزی وايي چې د دغه بريد له امله د سيمې ۳۵۰ کورنۍ بېځايه شوي او نږدې سيمو ته تللي دي.
دی وايي، په دغو بريدونو کې پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې طالبانو تېره شپه د ابکمري او قادس ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه کړې چې په ترڅ کې يې ۳۲ امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
هغه زياتوي چې په دې بريدونو کې دوه طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته