پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې د ښځینه و بڼ کې لسګونو مېرمنو ته زده کړه ورکول کېږي
نیټه: Mon, 07 Jan 2019 12:22:39 +0000

 

دا په ننګرهار کي  دبي بي سايرې په نامه د ښځو بڼ دی چې اوس مهال پکي نږدې سل مېرمنې او نجونې د لاسي صنایعو او لیک لوست زده کړه کوي.

مسوولین یې وایي ښوونکې يې ټولې ښځينه دي او د هغو زده کوونکو شمېر په کې لوړ دی چې کمزوری اقتصاد لري.

 د بڼ مشرې وویل دلته له زده کړو وروسته نجونې او مېرمنې خپلو کورنو کې لاسي توکي جوړوی چې تر ډېره ښه عاید لري.

یو شمېر زده کوونکي لا د زده کړو تر پای ته رسیدو وړاندې اوس خپلو کورنو کې توکي جوړوي او بازار کې يې پلوري هغوې وايي‌ له همدې لارې یو څه پیسې تر لاسه کوي.

دلته د ښځنیو لپاره د یوه ځانګړي مارکیټ د جوړېدو کارونه هم روان دي یواځې مېرمنې به په کې پير پلور کولی شي او تر ډېره به هغه توکي په کې خرڅېږي چې دوی يې خپله جوړوي. 

ننګرهار کې په سلګونه مېرمنې د لاسي صنایعو برخه کې کار کوي خو د ډېرو یې شکایت دا دی چې د مارکيټ د نشتون له کبله یې د توکو خرڅلاو نشته او حکومت هم هغه ژمنې ندي پوره کړي چې د بازار موندنې برخه کې به یې مرسته کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته