پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایران: طالبان چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي
نیټه: Mon, 07 Jan 2019 12:26:29 +0000

 

علي شمخاني دا څرګندوني په ایران کې د یوې غونډې پر مهال کړي او ویلي دی که امریکا  له افغانستان ووځې نو طالبان وسلې پر ځمکه کیږدي.

ده ویلي امریکا د افغانستانه د خپلو ځواکونو  د وتلو خبره په داسې حال کې کوي  چې په دې هېواد کې یې د امنیت د  ډاډمنتیا لپاره تضمین نشته.

د ایران د ملي امنیت سلاکار ویلي طالبان چمتو دي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

 نوموړي دا څرګندونې دوشنبه په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال کړې دي.

هغه چې څو ځله یې له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي دغه راز ویلي، که چېرته امریکا له افغانستانه ووځي طالبان هم چمتو دي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

په ورته وخت کې ایسنا خبري اژانس بیا د نوموړي له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې پر ځای دي، خو په خبره یې امریکا په داسې حال کې له افغانستانه د وتلو خبره کوي چې په دې هېواد کې یې د امنیت ډاډمنتیا لپاره هیڅ تضمین نه دی پرېښی.

هغه ویلي له طالبانو سره خبرې له داعش سره د خبرو په مانا نه دي او امریکا باید دا ثابته کړي چې که چېرته دوی وځي نو دا ډله به نه پیاوړې کېږي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې روانه اوونۍ په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي تر منځ د سولې بل پړاو خبرې پیل شي.

د یادونې ده چې ایران په وار وار امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې خو امریکا بیا دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي  د شنبې په ورځ افغانستان ته رغلی وو او په ایران کې یې د طالب د استازو د کتنې په اړه یې افغان حکومت معلومات وکړل.

د دې کتنې ډېر جزیات څرګند نه شو  خو اجرائیه ریاست ویلي وو چې عباس عراقچي ډاډ ورکړی چې حکومت یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د مذاکرو ملاتړ کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته