پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټاکل شوې سبا قطرکې دطالبانواوامریکايې استازوترمنځ غونډه ترسره شي
نیټه: Tue, 08 Jan 2019 10:14:19 +0000

 

رویټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه په قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکایی استازو ترمنځ د مخامخ خبرو بله ناسته تر سره شي.
رویټرز اژانس ویلي‌چې په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د سعودي، اماراتو او پاکستان استازي ګډون نه لري بلکې یوازي د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو استازې ګډون کوي.
دا د افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو څلورمه غونډه ده چې تر سره کېږي.
رویټرز اژانس وايي یو بل لوړپوړي طالب چارواکي هم ورته ویلي چې دغه خبرې یوازې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ تر سره کېږي.
تر دامهاله خپله امریکايي چارواکو څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته