پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۲۵ داعش او طالب وسله وال سولې بهير سره يو ځای شول
نیټه: Tue, 08 Jan 2019 11:20:13 +0000


 
ننګرهار د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۲۵ داعش او طالب وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځای شول.
دغو وسله والو د ننګرهار اچين، هسکې مېنې، پچيراګام، غني خېلو او خوږياڼو ولسواليو کې دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي په دې اړه وويل چې د يادو وسله والو له ډلې ۱۶ يې طالبان دي چې دوه يې ځايي قوماندانان هم دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه راز ۹ داعش وسله وال هم ملي امنيت ته تسليم شول چې په ډله کې يې يو قوماندان هم موجود دی.
يو ځای شوو وسله والو پر خپلو کړنو پښېماني ښودله او يادونه يې وکړه چې داعش او طالب دواړه ډلې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه مخې ته وړي.
شستي ګل چې پر جابر مشهور دی او اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د داعش ډلې يو ځايي مسوول و، وايي وروسته له هغه چې پر دې پوه شو چې د داعش فعاليتونه د هېواد پر زيان دي نو د سولې لار يې خپله کړه.
نوموړی په دې ډله کې د ټپيانو د انتقال او د ځنګلونو د عوايدو د راټولولو مسوول و.
هغه وايي، د داعش جګړه تر ډېره د کانونو او ځنګلونو له عوايدو مخې ته وړل کېږي.
د وسله والو طالبانو يو ځای شوی سرګروپ ورېښمين چې د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي د پنځلس کسيز ګروپ قوماندان و، خو وروسته له شپږو کلونو پر دې وپوهېده چې دوکه شوی، جګړه يې د جهاد نه، بلکې د پاکستان په خاطر کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د امريکا په منځګړتوب د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بهير ګړندی شوی دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته