پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټرمپ‌او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتولو غږېدلي
نیټه: Tue, 08 Jan 2019 12:04:22 +0000

 

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ او د هند لومړي وزیر  په  افغانستان کې د  همکاريو په زیاتېدو په خبرې کړي دي.

دواړه مشرانو د ټیلفوني اړیکو پر مټ په افغانستان کې د سولې او د جګړې پر ختمولو هم خبرې کړي دي.
سپنۍ ماڼۍ ویلي چې امریکا به له هند سره د سوداګرۍ خساره راکمه او په افغانستان کې به همکاري پراخه کړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزير په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتېدو خبرې کړې دي.
له سپینې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزير نریندرا مودي ته ټيلېفون وکړ او له هغه سره یې د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، سپینه ماڼۍ همدا راز وايي، د دوو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې په خپل منځ کې ستراتیژیک مشارکت زیات کړي.
سپينې ماڼۍ ويلي چې دوى دغه راز په افغانستان کې د سولې او د جګړې پر ختمولو هم خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ پر داسې مهال د هند له صدراعظم سره په افغانستان کې د مرستو پر زیاتوالې خبرې کوي چې د روانۍ جنورۍ میاست پر دوهمه ټرمپ د کابینې په غونډه کي ویل و چې دسیمې هېوادونه – هند، پاکستان او روسیه – باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد وجنګېږي، نه امریکا.
د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې خرابې او هندوستان پر ټرمپ سختې نيوکې کړې وې.
هند وايي چې په افغانستان کې يې تر دوه ميليارده ډالرو زياتې مرستې کړې او څو ورځې مخکې يې هم له افغانستان سره د څلورو چورلکو مرستې اعلان وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند ته د خپل سفر پرمهال له یوې هندۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي و چې هند به په روان کال کې افغانستان کې څلور نورې جنګي‌هلیکوپټرې وسپاري.
تمه ده چې ددغو څلور چورلکو څخه دوه  یې د روان کال په مارچ میاشتې کې او دوه نورې یې د همدې کال په جون یا جولای میاشت کې افغان پوځ ته ورکول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته