پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د شمالي کوریا مشر په څلورم سفرچین ته تللی
نیټه: Tue, 08 Jan 2019 12:07:54 +0000


 
د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون - یو ځل بیا چین ته لاړ دا  د کیم چین ته  څلورم سفر دی چې ترسره کوي .
شمالي کوریا ویلي چې د هیواد مشر یې  خپلې میرمنې او  د لوړ پوړو  چارواکو سره یو ځای چین ته د بهرنیو اړیکو د مذاکراتو لپاره تللی دی
 عینې شاهدانو ویلي چې یو زرغون اور ګاډۍ چې ګمان کیده د د شمالي کوريا مشر به په کې وي  د سه شنبې په ورځ د چین پلازمینې ته ورسېد.
هغه سټيشن چې د کيم رېل ګاډي وروسیده د سه شنبې په ورځ  په کې ټينګ امنيتي تدابیر نیول شوی وو 
د شمالي کوریا مشر د چین جمهور ریس شی جین پینګ په رسمې بلنه چین ته تللی او تمه ده چې تر پنجشنبې ورځې پورې په چین کې پاتې شي.
کیدای شي د کوریا کورني ټاپو به د چین او شمالي کوریا د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ترټولو مهم مسلو کې وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته