پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

زلمی خلیلزاد د څلورم ځل لپاره د سیمې د څلورو هېوادونو په سفر وتلی
نیټه: Wed, 09 Jan 2019 12:03:58 +0000

 


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  د څلورم ځل لپاره د سیمې هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی.
د امریکا د بهرنیو وزارت ویلي چې خلیلزاد به په دې سفر کې هند، چین ، افغانستان او پاکستان ته سفرونه ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خلیلزاد سفر په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه ترسره کیږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي‌خلیلزاد د افغان سولې اړوند د سیمې هېوادونو ته خپل څلورم سفر پيل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې خلیلزاد هند، چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سولې خبرې وکړي.
د ‌خلیلزاد دغه څوارلس ورځنی سفر د روانې جنورۍ میاشتې پر اتمه پیل شوی چې د همدې میاشتې پر ۲۱مه پای ته رسېږي.
په دغه اعلامیه کې راغلي د امریکا متحده ایالاتو هدف په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو تقویه کول دي   د  یوې سیاسي هوکړې ته د خبرو اترو له لارې د سیاسي احزابو هڅونه، چې له مخې هر افغان د قانون تر حاکمیت لاندې له مساوي حقوقو څخه برخمن وي.
دا افغانستان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې اړوند د ‌خلیلزاد د ماموریت تر پیلېدو وورسته د هغه څلورم سفر دی.
خلیلزاد د خپلو تېرو سفرونو په ترڅ کې درې ځله د وسله والو طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړې، خو د نوموړي په څلورم سفر کې د وسله والو طالبانو له استازو سره د هغه لیدنې ته اشاره نه ده شوې.
نوموړي تېره ډسمبر میاشت پاکستان، روسیې، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، قطر، متحده عربي اماراتو او بلجیم ته سفر وکړ.
خلیلزاد دا سفر په داسې حال کې پیل کوي چې تمه چهارشنبه د امریکا استازو او طالبانو په قطر کې غونډه ترسره خو دا غونډه د ځینې اختلافاتو له امله لغوه شوې.
د طالبانو سرچینې وایي چې د قطر غونډه‌یې له امریکا سره د دې غونډې د اجنډا د موضوعاتو پر سر د اختلافاتو له امله لغوه کړه.
د طالبانو یو شمېر سرچینو روېټرز خبري اژانس ته په قطر کې د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه ویلي چې له امریکایي چارواکو سره‌یې د سولې په اړه خبرې ځکه لغوه کړې چې د اجنډا د موضوعاتو په اړه‌یې په تېره بیا په دې خبرو کې د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالي اوربند د اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه دواړو لورو اختلافات درلودل.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته