پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندهار کې وسله والو مخالفینوته درنه مرګ ژوبله اوښتي
نیټه: Wed, 09 Jan 2019 12:15:52 +0000

 

افغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسلوال مخالفین وژلي دي . 
امنیتي مسؤولین خبر ورکوي چي د تیرو دوو میاشتو پر مهال یې د سویلي ولایتونو په ګڼو هغه سیمو کي چي وسلوالو مخالفینو پکښي پټنځایونه لرل عملیات ترسره کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده . 
د ۲۰۵ اتل قول اردو سرپرست قوماندان ډګر جنرال  عبدالحمید حمید د یوه خبري ناستي پر مهال وویل په دې ورسیتیو کي افغان امنیتي ځواکونو د دفاع پر ځای تعرضي حالت غوره کړی او د عملیاتو پر مهال یې د دولت  لسګونه  وسلوال مخالفین وژلي دي . 
هغه وويل  په تېرو دوو میاشتو کې د کندهار، اروزګان او زابل په ګڼو هغو سیمې کې پراخ عملیات ترسره کړي  او د هغوی د روزنې، ماین جوړونې او اکمالاتو دایمي مرکزونه  یې هم ویجاړ کړي دي . 
جنرال حمید د خپلو خبرو پر مهال وایي ددې ولایت  د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه  کې د شپږ ورځنیو عملیاتو په پایله کې ۳۳ کیلومتره ساحه له وسله والو پاکه کړې  د هغوی درې  لوی ډیپوګان او مرکزونه  یې له منځه وړي دي . 
نوموړي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د ځنګل سیمه هم یادوي او وایي په تېرو دولسو کلونو کې په کې عملیات نه وو سوي او د دولت وسله والو مخالفینو دغه سیمه  د خپل دایمي مرکز په توګه کارول او  همدلته یې د روزنې او ماین جوړولو مرکزونه هم لرل  خو اوس په بشپړه ډول له منځه وړل سوې ده . 
هم مهاله د ملي اردو هغه سرتیري چي په دغه عملیاتو  کي یې برخه لرل د کندهار خلکو ته ډاډ ورکوي چي په هر حالت کي به د دښمن د شومو اهدافو مخه نیسي .
په ترسره سويو عملیاتو  کې د وسله والو مخالفینو ۵ ډيپوګان ویجاړ سوي او د  ۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکو ترڅنګ  ۵۲۸ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل سوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته