پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بې پې ایل لومړۍ بریا رنګپوررایډرز لوبډلې وګټله
نیټه: Thu, 10 Jan 2019 13:03:07 +0000

 

دبنګله دیش بې پې ایل غوره لیګ سیالیو په پیل کې لومړۍ بریا رنګپور رایډرز لوبډلې وګټله
د بنګلدیش غوره لیګ سیالۍ نن د شنبې په ورځ په ډهاکه ښار کې د افتتاحي مراسمو څخه وروسته پیل شوی.
په دغه سیالیو کې لومړۍ لوبه د محمد شهزاد او نجیب ځدراڼ لوبډله ترمنڅ ترسره شوه 
ټاس پخپله چېټاګانګ وېکېنګز لوبډلې وګټه او توپ وهنه یې وکړه،په ټاکل شوی شل اورونو کې یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې یواسانه هدف کيښود،رایډرلوبډلې یاد هدف په خوراسخت حالت کې پوره کړ،چی شهزاد محمدي دخپلې لوبډلې لپاره ۲۷ اومشفیق الرحیم ۲۵ منډې جوړې کړې
په دویمه سیالۍ کې چې د ډهاکه ډاینامیټس او راجشاهي کینګز لوبډلو ترمنځ ده، حضرت الله ځاځی او قیس احمد هم یو بل ته مخامخ کیږی.
دغه لیګ نن په پنځم د جنوري پېل کیږي او اتم د فروري به روان وي چې په کې اوه افغان لوبغاړي اخیستل شوي دي، د پایلوبې سره به په کې ټولې ۴۶ سیالۍ ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د بنګلدیش غوره لیګ په یاد پړاو کې به ای بي ډیویلیئرز، ډیویډ وارنر، شاهد  افریدي او سټیو سمیت له ډیرې مودې وروسته لوبو ته راستون شي.
د بنګلدیش غوره لیګ تېر (پنځم) پړاو سیالیو کې کریس ګېل یو شمېر ریکارډونه (په یوه لوبه کې زیاتې شپږیزې) جوړ کړي وو او اتلولي یې د رانګپور رایډرز لوبډلې خپله کړې وه

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته