پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۷ وسله وال ژوندي نیول شوې
نیټه: Fri, 11 Jan 2019 13:18:05 +0000

 

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونو کې د دولت ۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ نور ژوندي نيول شوي دي.
ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د ملي امنيت ریاست موظفينو له لوري د دې ولايت په مربوطاتو کې د يو قوماندان په ګډون پنځه طالبان او دوه داعش وسله وال نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، په نيول شويو وسله والو مخالفينو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او درې غړي او د داعش وسله والو د ښاري شبکې دوه غړي شامل دي.
خوږياڼی زياتوي، د داعش ښاري شبکې غړو سره  درې تومانچې، چې يوه يې بې غږه ده او يو کلاشنکوف هم نيول شوي .
دی وايي، نيول شويو وسله والو مخالفينو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو او څيړنو لاندې دي.
بلخوا بهرنيو ځواکونو د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي وويل، چې دغه بريد تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې د داعش په مرکز شوی، چې ۷ وسله وال په کې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
داعش او طالب وسله والو لا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته