پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چین د کرکټ ټوله لوبډله په ۱۴ منډو وسوځېدله
نیټه: Mon, 14 Jan 2019 11:07:30 +0000

 

په تایلنډ کې د لسو هېوادونو ترمنځ د ښځو د کرکټ‌ ۲۰ اوریزې سیالۍ روانې دي چې د یکشنبې په ورځ په کې یو نړیوال تاریخي ریکارډ جوړ شو.
د متحدو عربي اماراتو او چین ترمنځ د یکشنبې د ورځې په لوبه کې د اماراتو د ښځو لوبډلې د چین لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.
د چین د ښځو ټولو لوبډله په ۴۰ دقیقو کې په لسم اور کې په ۱۴ منډو وسوځېدله. د چین شپږ لوبغاړې په صفر وسوځېدلې. تر ټولو ډېرې ۴ منډې، زوی یونګ، وکړې. دوې نورې لوبغاړې په دریو او یوه بله یې په دوو منډو وسوځېدله.
د اس پي ان ورزشي ویبسایټ د راپور په اساس دا په ۲۰ اورونو کې د ښځو په کرکټ‌ کې په یوې لوبې کې تر ټولو کم رنزونه دي چې یو ټیم یې کوي.
دا مهال په بنکاک کې د اسیا د لسو هېوادونو د ښځو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اورونو یوه سیالي روانه ده چې چین، تایلنډ، متحده عرب امارات، هانک کانګ، نیپال، مالیزیا، اندونیزیا، بوتان او میانمار هم په کې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته