پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان کرکټ بورډ به له ایرلنډ سره د یو میاشتني سیریز کوربه وي
نیټه: Mon, 14 Jan 2019 11:52:02 +0000


 
 ټاکل شوې چې په دې لوبلړۍ (سیریز) کې دواړه هیوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه تر سره کړي، په پام کې ده چې دا لوبلړۍ د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ له ۲۱ مې نیټې څخه د مارچ تر ۱۹ نیټې د هند د هرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالی کې تر سره شي.
تر هغې راوروسته چې افغانستان او ایرلنډ په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ټیسټ کرکټ اجازه تر لاسه کړه، دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ چې نوی، نوی یې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی لومړۍ ټیسټ لوبه ده، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند او ایرلنډ له پاکستان سره تر سره کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي ددې لوبلړۍ د نیټې د کره کیدو هرکلی وکړ. 
افغانستان اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخه په شل اوریزو لوبو کې اتم او په یو ورځنیو سیالیو لسم ځای لري په داسې حال کې چې ایرلنډ په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۱۷م او په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲م مقام لري، ددواړو لوبډلو موخه به دا وي چې په درجه بندۍ کې مخکې لاړ شي او ارزښتناک پواینټونه واخلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته