پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د درمل جوړولو یو شرکت پرانیستل شو
نیټه: Thu, 17 Jan 2019 13:22:47 +0000

 

د افغانستان د درملو د ملي اداری مسولین وايي چې اوسمهال په هیواد کې ۲۵۰ قلمه بېلابېل درمل تولیدیږي چې د ښه کیفیت درلودونکي.
ددې اداري د مسولین پر ونیا چې په راتلونکو څلور کلونو کې به د درملو تولیدات دغه لړۍ زر قلمو ته ورسیږي.
د افغانستان د درملو د ملي اداري  مشر ډاکتر نورشاه کاموال دغه څرکندونې  ننګرهار کې د نجم فارما د درملو د تولیدي شرکت د پرانستې پرمهال وکړي. 
 ډاکتر نور شاه وايي چې د بې کیفیتو درملو په مخنیوي کې بریالي شوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې بې کیفته درمل هېواد ته وارد کړي. 
ننګرهار کې د نجم فارما د تو لیدی شرکت  مسول نجیب الله صا حبزاده وايي   چې  شرکت په لومړي ځل ۹ قلمه بېلا بېل درمل تولید کړي. 
صاحبزاده وايي  چې  ډېر ژر  به  لسګونه قلمه  نور درمل هم تولید کړي ترڅو د بهرنیو بې کیفته درملو مخنیوی وشي.
په دې غونډه کې ویناوالو د پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي ترڅو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. 
د افغانستان د درملو د ملي اداري  د مسولینو پر وینا چې او سمهال د ننګرهار سربېره کندهار ،هرات او کابل ولایتونو کې درملو تولید شرکتونه کار کوي  چې تر ډير یې  د نورو بهرنیو درملو د وارداتو مخنیوی ورسره شوی. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته