پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

داسې بالښتونه چې هر ډول برېښنايي توکي پرې چارجیږي
نیټه: 26/01/2014

د نوې ټکنالوژي په پرمختګ سره امريکايي پوهانو داسې بالښتونه جوړ کړي، دي چې د ويده کېدو په وخت کې له سر اېښودلو سره،سره برېښنايي توکي لکه موبايل، ای پېډ، ډې وي ډي او بل هر شی... چې  چارج ته اړتيا ولري ، چارج کولای شئ.

  دا بالښت چې عادي بالښتونو ته ورته دی ، په بېلابېلو رنګونو پيدا کېږي او جالبه داده، چې هرکله تاسې په بالښت ويده کېږئ، ستاسې د سر زور ، چې په بالښت یې راوړئ په کيمياوي انرژي بدلېږي او هغه دوه بېټرۍ چې لا له وړاندې په دې بالښت کې ځای په ځای شوې دي چارج کېږي، او چارج پکې ذخیره کېږي.

ددې بالښت باندې هر هغه برېښنايي توکي چې د يو اېس بي له لارې چارج کېږي چارجولی شئ، حتی لپ ټاپ او ټبلېټونه، په دې بالښت کې د برق نيولو مشکل نشته، او هېڅ برېښنايي او مقناطيسي ميدان نه توليدوي، چې سړی دې په خوب کې په عذاب کړي، پر دې سربېره دا بالښت طبي دی او هغه کسان چې په غاړه او د ملا په تير کې درد ولري هغه دردونه یې هم ور کراروي. دا بالښت اوس د Kickstarte شرکت له خوا د ۱۲۵ ډالرو په بيه په امريکا کې پلورل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته