پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان دپاکستان له لورې داغزن سیم دغځیدواوکالدارومخنیوی غواړي
نیټه: Wed, 23 Jan 2019 12:43:02 +0000

 

ننګرهار میشتي ،دبهرنیو تولیداتو ،کلدارو ،او په افغان خاوره دپاکستانیو ملیشو له لوري داغزن سیم دغځيدو دمخنوی غوښتنه کوي 
دوی وايي ولایتي اداره هم د سیاسي فشارونو له امله دکلدارو د مخنوي لپاره له پیل کړو هڅو په شا شوي 
بلخوا ولایتي اداري وايي چې خلکو ترې د کلدارو د دودلو په برخه کې د همکاري غوښتنه نه ده کړي. 
دننګرهار ولایت اوسیدونکي راټول شوي او موخه يې په خپله سیمه کې د بهرنیو بې کیفیته تولیداتو ،پاکسانیو کلدارو ،په افغان خاوره دپاکستانیو ملیشو له لوري داغزن سیم دغځيدو او راکیټي بریدونو مخنوی دی
که څه هم عام خلک دمدني فعالانو په دا ډول غونډو بې باوره شوي او تر ډيره يي غونډي پروژيې او نمایشي بولي خو دوی يې پړه د ولایتي اداري په چارواکو اچوي.
عبیدالله قانع وايي په تیر کې يې هم له ولایتي اداري غوښتي چې په دې ولایت کې دي ورسره دبهرنیو تولیداتو او پاکستانیو کلدارو په مخنیوی کې همکاري وکړي خو نه یواځې دا چې پدې برخه کې يې له دوی سره همکارۍ نه ده کړي بلکي دولایتي اداري چارواکي د سیاسي فشارنو له کبله  دکلدارو د مخنيوي په برخه کي د پیل کړو هڅو په شا شوي 
خو دننګرهار ولایتي اداري چارواکي وايي تراوسه تري خلکو پدي تړاو دهمکارۍ غوښتنه نه ده کړي. 
دوالي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي که پدي برخه کي تري دهمکارۍ غوښتنه وشي دوي همکارۍ ته چمتو دي. 
  په ولایتي اداري دخلکو دانیوکي په داسي حال کي دي چي ننګرهار والي دوالي په توګه پدي ولایت کي دخپل کار په لومړۍ ورځ ژمنه کړیوه چي دپاکستانیو کلدارو دچلښت مخنوی به کوي چي ددندي له پیله يي شاوخوا اوه میاشتي تیریږي خو لاهم پدي ولایت دافغانیو په پرتله په زیاته کچه دکلدارو چلښت دوام لري.  

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته