پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ۲۰۱۳ کال کې زر میلیونه کسانو سګریټ څښکولي دي
نیټه: 26/01/2014

 

په ۲۰۱۳ کال کې زر میلیونه کسانو  سګریټ څښکولي دي

د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۱۳ زېږدي کال کې د نړۍ له ۷ ميليارد نفوس څخه زرميليونه کسانو په نړۍ کې ۶،۲۵ ټرېليونه سګرېټ څښکولي دي.

ددې راپور له مخې که څه هم د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د سګرېټو په وړاندې کرکه يو څه ډېره شوې ده، او د تېر کال په پرتله یې شمېر يو څه را لوېدلی دی، خو بيا هم د نړۍ د نفوس په ډېرېدلو سره د تېرو ۳۰ کلونو څخه دپام وړ سګرېټيان په نړۍ کې ‌ډېر شوي دي.

د نړۍ له ۱۸۷ هېوادونو څخه د راټولو شويو شمېرو له مخې په ۲۰۱۲ زېږدي کال کې ۹۶۷ ميليونه کسانو هره ورځ سګرېټ څښکاوه، دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۹۸۰ زېږدي کال کې ۷۲۱ میليونه کسانو سګرېټ څښکاوه.

د څېړونکو د وینا له مخې د سګرېټ په ډېرېوالي کې د نړۍ د نفوسو ډېروالي مهم او اړوند دی، دا چې د نړۍ نفوس له تېرو ۵۰ کلونو را په دې خوا دوه برابره ډېر شوی دی، او له ۷ میليارد کسانو اوړي ، نو طبيعي ده، چې د نړۍ د نفوس په ډېرېدو سره به ډېر خلک هم د سګرېټ څښکولو ته زړه ښه کوي.

شمېرې ښيي، چې د نړۍ د نفوسو په څو سترو هېوادونو لکه بنګله دېش، چين او روسيه کې په دې وروستيو کلونو کې د سګرېټيانو شمېر د لوړېدو په حال کې دی.

د ((IHME د راپور له مخې په اوس وخت کې د نړۍ په مخ پر وده هېوادونو کې ډېر سګرېټ مصرفېږي.

اوس مهال له هرو ۱۰سړيو څخه ۳ کسان  يا ۳۱ سلنه او له هرو ۲۰ مېرمنو څخه يوه مېرمنه يا ۶ فيصده په ورځ کې سګرېټ څښکوي، دا شمېرې په ۱۹۸۰ زېږدي کال کې په ترتيب سره ۴۱ په سلو کې او ۱۰ په سلو کې وې.

شمېرې ښيي ، چې په ختيځ تيمور هېواد کې چې د اسيا په سوېل ختيځ کې پروت دی ۶۱ فيصده اوسېدونکي یې سګرېټ هره ورځ څښکوي، چې په نړۍ کې په لومړۍ درجه دی.

د کاراييب ټاپوګان ( انټيګوااو باربوډا) چې په سويلي امريکا کې پراته هېوادونه دي، ۵ فيصده سګرېټ څښکونو په درلودلو سره د فهرست په پای کې ده.

کاناډا، ايسلېنډ، ناروې، مکسيکو، بيا په نړۍ کې د سګرېټيانو (هغو کسانو چې سګرېټ څښکوي) په کمولو کې له نورو هېوادونو مخکښ وو.

څېړونکي وايي:يونان، ايرلېنډ، ايټاليا، جاپان، کوېټ ، چين، فيلپين، روسيه، سويس، او يوروګوای د سګرېټ څخه د روغتيايي ستونزو له راولاړېدلو څخه ډېر کړېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي: د هېوادونو له خوا پر سګرېټو او نورو دود لرونکو توکو، ډېره ماليه، په بېلابېلو ځایونو او سيمو کې بنديزونه، بېلابېلې خبرتياوې کولای شي د هغو ميليونونو کسان وژغوري چې هر کال یې له امله مري.

ياده دې وي، چې د سګرېټو او نورو دود لرونکو توکو له امله په هرو اتو ثانيو کې يوکس مري يانې هره ورځ شاوخوا ۱۲ زره کسان او هر کال  کسان

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته