پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان افغانستان ته د هند د تجارتي کارګو د پرواز مخه نیولې
نیټه: Thu, 24 Jan 2019 11:48:28 +0000

 

رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت یوه هندي هوايي شرکت ته چې افغانستان ته پروازونه کوي ویلي، چې نور دې د پاکستان له فضا افغانستان ته پروازونه نه کوي. 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او هند ترمنځ، د هوايي سوداګرۍ د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف ستونزه جوړه کړې او د هند کارګو ته له خپلې خاورې د تېرېدلو اجازه نه‌ورکوي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دا بندیزونه د پاکستان او هند ترمنځ د سیاسي ستونزو له امله رامنځته شوي او له افغان حکومته‌یې وغوښتل چې ورته رسېدنه وکړي.
هندي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. 
دغه الوتکه تر ډېره د افغانستان د هوایي دهلیزونو له لارې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي، خو اوس یې پاکستان په کارونو کې خنډونه جوړ کړي دي. 
افغان حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. 
پاکستان داسې مهال دغه اقدام کوي چې افغان حکومت پاکستان منزوي بولي او وایي چې پر دغه هېواد یې سوداګریزه اتکا کمه شوې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته