پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان به د چابهار بندر له لارې هند ته خپله کارګو واستوي
نیټه: Mon, 28 Jan 2019 11:50:55 +0000


 
مهر اژانس د ټرانسپورټ وزارت د بهرنیو اړیکو د مسوول حسن مبارک عزیزي له قوله ویلي چې په یاد بندر کې د نړیوال ترانزیټ سیسټم له فعالېدو وروسته به دا هند ته له همدې لارې د افغانستان د صادراتو لومړنۍ جوپه وي. 
د راپور له مخې په دې کارګو کې به پنځه کانټینرونه وي چې هر یو یې ۲۲ ټنه وزن لري. 
د چابهار له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو لېږد کم لګښت لري او په پام کې ده چې له دې وروسته له همدې لارې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شي.
 دا په داسې حال کې ده چې ایران، هند او افغانستان د 2016 کال په مې میاشت کې په تهران کې د چابهار بندر د پراختیا درې اړخیزه موافقه لاسلیک کړه ترڅو د درې واړو هیوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې لا ښې او پیاوړې شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته