پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دپاکستان اوافغانستان ترمنځ سوداګري څوچنده کمه شوي
نیټه: Mon, 28 Jan 2019 11:53:59 +0000


د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ  څو چنده کمه شوي ده .
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر زاهد الله شینواري  ویلي چې د پاکستان لخوا د سوداګرو ستونزو ته نه پاملرنه ددې لامل شوي چې دا سوداګرۍ ګمرنګه شي.
نوموړي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري پخوا په کال کې دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیده چې اوس یوازي ۹ سوه میلونو ډالرو ته رسیږي او ورځ تربلې دا سوداګري کمرنګه کیږي.
شینواری وايي د پاکستان لخوا د سوداګري په برخه کې ستونزې ددې لامل شوي  چې افغانستان نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزي اړیکې پراخه کړي.
شینواری وايي پاکستان خپل اتیا سلنه اموال د تورخم له لارې افغانستان ته لیږدوی او پاکستان ددې لارې د شته ستونزو د حل لپاره اقدام نه دی کړی

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته