
ننګرهار د عامې روغتیا مسؤلین وايي چې په دې ولایت کې د پولیو واکسین څخه د پاتې کیدونکو ماشومانو په شمیر کې کموالی راغلی .
تیر کال په ننګرهار کې د هر کمپاین پرمهال به ۲۸ زره ماشومانو د پولیو واکسین څخه پاتي کیدل چې اوس دا شمیره راټیټه شوې.
دغه ماشومان د پولیو واکسین څخه په هغو سیمو کې پاتي کیږي چې د امنیت ګواښ سره مخ دي خو روغتیايي مسؤلین وايي هڅه کوي چې دا شمیر نور هم راټیټ کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا مسولین وايي چې د نا امنیو له امله به دا ځلې د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د پنځلس زرو په شاوخوا کې ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې شي
د عامي روغتیا د مسولینو پر وینا چې تیر کال د پولیو واکسینو څخه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمیر ۲۸ زره وو چې دا کچه اوس راټیټه شوې ده
دغه څرګندونې د ننګرهار عامي روغتیا ریاست د کتلوي معافیت پروګرام مسول ډاکټر جان محمدصاحبزاده د پولیو واکسینو د دري ورځني کمپاین د پرانستې پرمهال وکړي
نوموړي وايي چې په ټوله ختیځه حوزه کې ددې کمپاین پر مهال ه ۱۱ سوه زره ماشومانو ته چې عمرونه له پنځو کلونوکم وي د پولیو واکسین ورته تطبیق شي
صاحبزاده وايي په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان کې د پو لیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې خو په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ پیښې ثبت شوې وي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس او دیني عالمان بیا د کورنیو له مشرانو څخه وغوښتل چې د خپلو کوچینانو د ښې روغتیا په موخه دې له پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو واکسین ترسره کړي.
پاکستان، نایجریا او افغانستان د نړی یو له هغو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ویروس لا هم په کې شتون لري او د ماشومانو ژوند ګواښي
تیر ۲۰۱۸ کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتي پیښي وې چې دوه یې د ننګرهار په پچیر اګام او کامې ولسوالیو کې ثبت شوي وې
|