پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ایرلینډ کرکټ بورډ دافغانستان په وړاندې لوبډله اعلان کړه
نیټه: Tue, 29 Jan 2019 11:49:33 +0000

 

د ایرلینډ کرېکټ بورډ د افغانستان لوبډلې پر وړاندې د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنۍ او یوازیني ټیسټ سیالیو لپاره ۱۵-۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د ایرلینډ کرېکټ بورډ لخوا ویل شوي چې په شل اوریزو سیالیو کې به د ایرلینډ لوبډلې مشري پال سټرلینګ، او په یو ورځنیو او ټیسټ سیالیو کې د ګیري ویلسن په نه شتون کې به ویلیم پورټرفیلډ لوبډلمشري کوي.
ایرلینډ او افغانستان لوبډلې به له ۲۱ فبروري څخه سیالۍ پېل کوي، چې لومړی به درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او په اخره کې یوازینۍ ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، دغه لوبې به د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې ترسره شي.
یاده دې وي چې د افغانستان ملي لوبډله دا مهال د هند په بنګلور ښار کې په تمریناتو بوخته ده او لا تر دې دمه یې د یادو سیالیو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته