پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قیس احمد د هوبارټ هوریکنز لوبډلې لخوا واخیستل شو
نیټه: Sat, 02 Feb 2019 11:47:14 +0000

 

د افغانستان ملي لوبډلې ځوان لیګ سپینر لوبغاړی قیس احمد په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې لخوا واخیستل شو.
د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په بیګ باش لیګ کې د هوبارټ هوریکنز لوبډلې منلې چې د افغانستان سوکه توپ اچونکي سره یې د روان بیګ باش لیګ اتم پړاو تر پایه تړون لاسلیک کړی.
قیس احمد چې اوس په بنګلدیش غوره لیګ کې د راجشاهي کینګز لوبډلې لخوا لوبیږي په نږدې کې استرالیا ته سفر وکړي او د خپلې لوبډلې سره یو ځای شي تر څو په راتلونکې سیالۍ کې ګډون وکړي، نوموړي په بي پي ایل لیګ کې په شپږو سیالیو کې ۶ ویکټې اخیستې دي.
۱۸ کلن قیس احمد د ۲۰۱۸م کال ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړې وه چې په مرسته یې افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه، نوموړي په دغو سیالیو کې ۱۴ ویکټې اخیستې وې.
د یادونې ده چې د محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن څخه وروسته قیس احمد څلورم افغان لوبغاړی شو چې په یادو سیالیو کې ګډون کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته