پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوز کې ۲۹ افغان ځواکونه وژل شوي
نیټه: Tue, 05 Feb 2019 11:36:29 +0000

 

د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري وايي، طالبانو تېره شپه کندوز کې د پوځ او محلي پولیسو په پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې ۲۶ د پوځ او ۳ محلي پولیس په‌کې وژل شوي‌ او۲۰ تنه ټپیان شوي.
هغه ویلي برید تېره شپه ۱۲ بجې دکندوزښاراړونده سیمه کې شوی.
په ورته وخت کې د کندوز د پامیر ۲۰ فرقې مرستیال ویاند عبدالرحمان نیازی وايي چې په‌دې بریدونو کې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي.
دده په خبره په یادبرید کې ۹ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ۶ نورټپیان شوي.
 کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني د طالبانو برید تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوې خبرپاڼې کې د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې په‌دې بریدونو کې یې ۳۰ امنیتي ځواکونه وژلي او درې امنیتي پوستې یې نیولې دي.
بغلان کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی چې ۱۱ محلي پولیس په‌کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، دغه نښته کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته