پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې په پاڅون کوونکوچاودنه شوې
نیټه: Tue, 05 Feb 2019 11:59:38 +0000


 
په ننګرهار ولايت کې د پاڅون کوونکو د يوه مشر پر موټر چاودنه کې درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن سه شنبه وويل ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ روغتون ته څېرمه شاوخوا  درې بجې د ملک دهقان اړوند په يوه فيلډر موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې شوې .
هغه زياته کړه، په دغې چاودنه کې يو پاڅون کوونکى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې، ټپيان د درملنې په موخه د شينوارو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته