پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریانو د مرکزي حکومت له خوا د والي د بدلون پریکړه وغندله
نیټه: Tue, 05 Feb 2019 12:45:15 +0000


 
دجلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې لسګونه لاریونوالو د مرکزي حکومت دهغې پریکړي سره غبرګون وښوده چې له مخې يې دننګرهار والي حیات الله حیات له ننګرهاره کندهار ته  دوالي په توګه بدل شوی. 
لاریونوال وايي داپریکړه ورته دمنلو وړ نده .
لاریونوال وايي حیات الله حیات دننګرهار لپاره اغیزمن وو او پدې ولایت کې يې د زورواکۍ ،غصب ،فساد او مافیا پر وړاندې روانه مبارزه بریالۍ وه چې زورواکو ،او مافیايي ډلو يې د مرکزي حکومت نه دبدلون غوښتنه کړي او حکومت هم منلي. 
د یادونې وړ ده چې نږدي اته میاشتي وړاندې د ننګرهار دپخواني والي ګلاب منګل تر استعفا وروسته حیات الله حیات ننګرهار دوالي په توګه ټاکل شوی وو چې تیره ورځ د ملکي خدماتو خپلواکي اداري حیات الله حیات دقندهار دوالي او شاه محمود میاخيل د ننګرهارنوي والي په توګه ټاکل شوي.
میاخیل د خپل ټویټر په پاڼه په یو لنډ پیغام کې ویلي، چې د ننګرهار د والي په توګه به په دغه ولایت کې د ښه حکومتوالۍ او د سولې لپاره کار وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته